جلالاباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، په تورخم ښارګوټي کې ٣٦٧ کيلوګرامه نشهيي چې پاکستان ته قاچاق کېدل، ترلاسه شوي دي.
مسوولين وايي، په دغو نشهيي توکو کې چرس، هيروين او شيشه شامل دي چې په تړاو يې يو کس له دوه لارۍ موټرو سره نيول شوی دی.
د تورخم ښارګوټي د استخباراتو مدير محمداقبال تکل وايي، د تالاشۍ پر مهال یې یو کس له دوو لارۍ موټرو سره نيولی چې پاکستان ته يې نشهيي توکي قاچاق کول.
هغه وايي، په ترلاسه شوو توکو کې ۳۰۶ کيلوګرام چرس، نږدې ۱۰ کيلوګرام هيروين (پوډر) او ۵۱ کيلوګرام د شيشې په نوم نشهيي توکي شامل دي.
هغه زياته کړه چې د دغو نشهيي توکو په تړاو يو کس او دوه لارۍ موټر چې دغه توکي په کې ځای پرځای شوي وو، هم نيول شوی دی.
د استخباراتو مدير وايي، نيول شوی کس، نشهيي توکي او لارۍ موټرونه به د نورو پلټنو او وروستيو اقداماتو په تړاو د ننګرهار د استخباراتو رياست ته ولېږل شي.
تر دې وړاندې هم په تورخم ښارګوټي کې د قيمتي ډبرو، تاريخي اثارو او نورو توکو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
Views: 120