Pajhwok Afghan News

هلمند کې شپږ کسان د اوسپنې د قاچاق په تور نیول شوي

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د هلمند ځايي مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې شپږ کسان د اوسپنې د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو پرون غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې یاد شپږ کسان په اوسپنه بار له پنځو موټرو سره یو ځای نيولي دي.

هغه وویل، یادو کسانو غوښتل چې دغه اوسپنه په قاچاقي ډول له هېواده بهر ولېږدوي.

ریاض وايي، نیول شوي کسان به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، په هلمند کې له دې وړاندې هم یو شمېر کسان د اوسپنې د قاچاق په تور نیول شوي وو.

Views: 132

Exit mobile version