کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د م.م د سرمنشي ځانګړې استازې د اعلامیې د ځينو برخو هرکلی کوي او وایي، اسلامي امارت هغو نړۍوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له کلتوري معیارونو سره په ټکر کې نه وي او ملي ګټې زیانمنې نه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سرمنشي ځانګړې استازې له خوا د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو چې په افغانستان کې مثبت بدلونونو باندې اعتراف کړی، لکه په نشهیي توکو اغېزناک بندیز، لوی اقتصادي ثبات، د فساد نهشتون، په ځینو برخو کي د نجونو زدهکړو ته لاسرسی، په منظمه توګه د عوایدو راټولول، د معاشونو ورکول، په امنیت کې د پام وړ ښهوالی او د داعش پر وړاندې کوټلې هڅې.»
په خبرپاڼه کې راغلي، د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په څرګندونو کې هڅه شوې چې د افغانستان پیچلي ځمکني واقعیتونه منعکس کړي، چې دا د بندیزونو د کمېټې د څارنې ټیم او د بشري حقونو ځانګړي راپورورکوونکي د وروستي راپور برعکس وو، کوم چې له غلطیو ډک او د ځینو لوبغاړو سیاسي اجنډا منعکس کولو لپاره تیار شوي وو.
سرچینې لیکلي: «موږ په اعلامیې کې د افغانستان په هکله یاد شوو پیچلتیاوو څخه نوټ اخلو او دا خبره تکراروو چې د افغانستان اسلامي امارت هغو نړۍوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له کلتوري معیارونو سره په ټکر کې نه وي او یا زموږ ملي ګټې زیانمنې نه کړي. له همدې امله موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د نه مداخلې نه بدلېدونکي اصل ته ژمن پاتې شي او زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ټولې هڅې، په شمول زموږ د حکومتدارۍ او قوانینو جوړښت او څرنګوالی، بندې کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې افغانستان د امنیت ټینګښټ، د سرحدونو خوندي کولو، د ګواښونو د رامنځته کېدو مخنیوي، عدالت ته د لاسرسي، د قاچاق پر وړاندې مبارزه او د نشهیي توکو له منځه وړلو په ګډون خپلو نړۍوالو مسوولیتونو ته ژمن دی؛ اوس باید نړۍواله ټولنه هم خپل مسوولیتونه، لکه د نه لاسوهنې بنسټیز اصل رعایت، زموږ ملي امنیت ته د نورو اړخونو له خوا ګواښ مخنیوي او د قاچاق او نشهیي توکو له ټولو ډولونو سره مبارزه او زموږ په داخلي چارو کي نه لاسوهني ژمنتیا ترسره کړي.
Views: 112