جلالاباد (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر مهال د سرهرود ولسوالۍ اړوند په مارغونډۍ سيمه کې يوه باروړونکي ډمپر موټر له يو موټرسايکل سره ټکر کړی دی.
هغه زياته کړه، په یاده پېښه کې پر موټرسايکل سپاره دوه کسان ځای پرځای مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، موټرچلوونکی له سيمې تښتېدلی او موټر يې پاتې دی، خو د نيولو هڅې یې روانې دي.
د هغه په وینا، یاده پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
Views: 467