Pajhwok Afghan News

کونړ او نورستان کې اورلګېدنه؛ تر اوسه لږ تر لږه ۱۹۰ جریب ځنګلونه سوځېدلي

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله پر ۱۹۰ جریب ځمکه ځنګلونه سوځېدلي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي وایي: «د کونړ او نورستان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې ریاستونو د لومړنیو راپورنو پر بنسټ د کونړ ولایت پېچ درې او د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالیو کې ځنګلونو اور اخیستی وو چې له امله یې له بده‌مرغه پر ۱۹۰ جریب ځمکه ونې له منځه تللې دي.»

رحیمي زیاته کړه چې یاد وزارت په لومړنیو ساعتونو کې د یادو ولایتونو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې سره په همغږۍ د ملي دفاع وزارت څو قطعې او رضاکار ټيمونه سیمې ته لېږدولي دي.

نوموړي وویل، د کونړ په پېچ درې ولسوالۍ کې اور مهارشوی او په نورستان کې د اور مهارولو هڅې روانې دي.

د کونړ طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان پرون (یک‌شنبه) پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د امکاناتو د کمښت له امله نه دي توانېدلي اور مړ کړي.

هغه وویل چې اور د پراخېدو په حال کې دی او تر اوسه شاوخوا پر ۱۴ هکټاره ځمکه ځنګل او څرځایونه بشپړ سوځېدلي دي.

Views: 68

Exit mobile version