Pajhwok Afghan News

کاپیسا کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

محمودراقي (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د کاپیسا په مرکز محمودراقي کې د سېلابونو راوتو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو او مطبوعاتو امریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سېلابونه نن سهار درې‌نیمې بجې د محمودراقي ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند په شوخي کلي کې راوتلي دي.

سرچینه کاږي چې په دغو سېلابونو کې شاوخوا لس کیلومتره سړک، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه، لسګونه کورونه، لسګونه څاروي، لسګونه بېلابېل واسطې او د تېلو ټانکونه له منځه تللي او ویجاړ شوي دي.

که څه هم په دغه سېلاب کې د انساني مرګ ژوبلې په اړه دقیقې شمېرې نه دي مشخصې شوې خو ویل کېږي چې عمومي سړک په ساعتونو د تګ راتګ پر مخ تړلی و.

Views: 43

Exit mobile version