ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځايي مسوولین: اختر کې نورستان ته د سیلانیانو راتګ لپاره مو ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي

ځايي مسوولین: اختر کې نورستان ته د سیلانیانو راتګ لپاره مو ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي

author avatar
30 Jun 2023 - 16:42
ځايي مسوولین: اختر کې نورستان ته د سیلانیانو راتګ لپاره مو ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي
author avatar
30 Jun 2023 - 16:42

پارون (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د نورستان ځایي چارواکي وایي، د اختر په ورځو کې سیلانیانو ته پر نورو اسانتیاوو برابرولو سربېره د ولایت مرکز ته د غځېدلي سړک یوه برخه یې هم هواره کړې، څو کوچني موټرونه په اسانۍ سره تګ راتګ وکړلای شي.

د نورستان د ټولګټو چارو ریيس مولوى احمدنبي وايي، دغه ولایت  ته د راتلونکو سيلانيانو اسانتياوو برابرولو لپاره يې د مرکز پارون سړک د کونړ ولايت تر ساحې پورې رغولى دى او لا یې چارې روانې دي.

هغه وايي، له دې چارې یې موخه د سيلانيانو پر وړاندې د شته ستونزو حل کول دي، څو یاد ولایت ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

د نورستان ښاروالۍ مسوولین هم د سيلانيانو د اسانتياوو په موخه د يو لړ اقداماتو يادونه کوي او زياتوي چې سږني اختر ته يې چمتووالى نیولی دی او غواړي ډېر سیلانیان له دغه ولایت څخه لیدنه وکړي.

د پارون ښاروال مولوي سيداحمد خان ارهابي پژواک اژانس ته وویل، په تېرو اخترونو کې به ډېری هټۍوالو او د هوټلونو مالکانو خپل کارونه بندول او رخصت به يې کاوه چې له امله به يې راغلي سيلانيان له ستونزو سره مخ کېدل.

د هغه په خبره، سږ کال يې هغوى ته جدي سپارښتنه کړې چې بايد د اختر په ورځو کې هم خلکو ته خدمات وړاندې او لا یې پراخ کړي .

د هغه په وينا، ځيني وخت به د سيلانيانو له مجبوریته په استفادې د استوګنې خونې او خوراکي توکي په لوړه بيه ورکول کېدل، خو سږ کال به ترې جدي څارنه او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.

يو شمېر خلک او ښاريان بيا د مسوولینو دغه اقدامات ستايي او زياتوي چې نورستان ملي پارک دى او بايد راتلونکو سيلانيانو ته يې لا د چکر او سياحت امکانات برابر شي.

د پارون يو اوسېدونکى سعيدخان وايي، په تېرو کلونو کې به د اختر په ورځو کې نانوايي‌ګانې بندې وې، سيلانيانو به له کونړ څخه ځان سره خوراکي توکي راوړل او يا به ځايي خلکو سره ميلمانه کېدل چې دا به خلکو ته هم یوه ستونزه وه .

همداراز د نورستان -کونړ لارې يو موټرچلوونکی جهادالله وايي چې  د یاد سړک پر هوارېدو خوښ دى خو په خبره يې، دغه چاره بايد تر اختر پورې محدود نه شي او دوام وکړي.

هغه وویل، د کونړ- نورستان سړک خام دى او خلک په ډېرو ستونزو پرې تګ راتګ کوي.

ملي پارک (نورستان) د هېواد په ختيځ کې هغه ولايت دى د طبیعي ښکلاګانو لرلو له امله هر کال له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر سیلانیان ورته سفر کوي، خو ډېری له دوی د لارې خرابوالي او هوټلونو نشتوالي له ستونزو شکایت لري.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.