Pajhwok Afghan News

ګوترېش: نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیون نجونې له ښوونځيو محرومې دي

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیون نجونې ښوونځي ته لاسرسی نه لري چې له نیمایي ډېرې يې په بحران‌ځپلو هېوادونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د نړۍ په کچه نږدې ۱۳۰ مېلیون نجونې ښوونځيو ته لاسرسی نه‌لري چې له نیمايي ډېرې یې په بحران‌ځپلو هېوادونو کې دي.

په دغه ټویټ کې ویل شوي، ښوونځيو ته د نجونو نه لاسرسی او په کم عمر کې واده هغوى له تاوتريخوالي سره مخ کوي.

هغه زياتوي چې د نجونو پر بشري حقونو پانګونه پر راتلونکي پانګونه ده.

دغه‌راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د تېر ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په اوومه نېټه هم په یوه ټویټ کې ویلي وو چې په نړۍ کې له هرو درېیو مېرمنو یوې یې مستقیم تاوتریخوالی تجربه کړې او دغه سازمان له حکومتونو سره کار کوي، څو د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره قوانین او مقررات پیاوړي کړي.

Views: 62

Exit mobile version