Pajhwok Afghan News

مجاهد: د بایډن څرګندونې د ا.ا اعلان شوو ژمنو ته پابندي ثابتوي

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د ا.ا ویاند وایي، د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن وروستۍ خبرې د ا.ا اعلان شوو ژمنو ته پابندي ثابتوي او په ټولو پرېکړو کې د افغانستان خپلواکي د ازادۍ په معنا ده؛ نه د غلامۍ.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن وړمه ورځ یوې خبري غونډې ته د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «دا به مو په یاد وي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي وو؟ ما ویلي وو چې د القاعدې ډله به هلته (افغانستان کې) نه وي، ما ویلي وو چې دوی به هلته نه وي، ما ویلي وو چې طالبان به له موږ سره همکاري وکړي، اوس څه روان دي؟ څه تېرېږي؟ خپلې رسنۍ وڅارئ، زه په حقه وم.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت ځینو مخالفینو پر خواله رسنیو ویلي، د بایډن څرګندونې ښیي چې  امریکا او ‌‌«طالبانو» له پخوا له یو بل سره ښې اړیکې لرلې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جوبایډن خبرې د اسلامي امارت اعلان شوو ژمنو ته پابندي ثابتوي.

مجاهد د چا نوم نه دی اخیستی او د جزئیاتو له ورکولو پرته یې لیکلي: «د جوبایډن خیلو غلامي خو هغه وه چې د هغو د مسلحو ځواکونو د پیشقراول رول دې لوباوه؛ زرګونه امریکایي لښکر دې په کور کې ګرځېدل، د غلامۍ په بدل کې دې ډالري امتیازات ورڅخه اخیستل او په مقابل کې دې پوره شل کاله د خپل مسلمان ورور په کور د چاپې، بمبار، وحشت او ظلمونو جاسوسي کوله.»

هغه لیکلي، نن چې هېواد په خپلو ټولو پرېکړو کې مستقل او خپلواک دی، دا د ازادۍ په معنا ده، نه د غلامۍ.

مجاهد دا هم لیکلي چې که اسلامي امارت د امریکا غلام وای تر تعذیراتو به نه و لاندې، پر رسمیت به منل شوی و، د پرمختګ پر وړاندې به یې خنډونه نه ایجادېدل.

تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې د متحده ايالتونو د ولسمشر جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري، د حقیقت درک بولي او دا د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي چې ګواکې په افغانستان کې له شل ډېرې جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.

بلخي دغه راز لیکلي وو چې اسلامي امارت هيچا ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي او په دې اړه د سرپرست حکومت کړنې د امریکا په ګډون د هیچا په مرسته او فرمایش نه ترسره کېږي.

Views: 67

Exit mobile version