Pajhwok Afghan News

بغلان کې سږ کال ١٥٨ زره مټريک ټنه غنم توليد شوي

پلخمري (پژواک، ١٢ چنګاښ ١٤٠٢): د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې څه باندې ١٥٨ زره مټريک ټنه غنم توليد شوي چې د تېر کال په پرتله نږدې ١١ سلنه زياتوالى ښيي.

د بغلان د کرنې ریاست د مطبوعاتو او ټکنالوجۍ څانګې مدیر ولي امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې پر ٨٨٢١٧ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې ١٤٢٨٩٥ مټريک ټنه حاصل یې ورکړی و.

خو دى وايي، سږ کال بيا له همدې اندازې ځمکې ١٥٨٥٦٤ مټريک ټنه غنم ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ١٠،٩٤ سلنه زياتوالى ښيي.

هغه د غنمو حاصل ډېرېدو لوى لامل کروندګرو ته د اصلاح شوي تخم وېش او په دې برخه کې روزنيز پروګرامونه په ګوته کوي.

په ورته وخت کې د بغلان ډنډغوري سیمې يوه کروندګر حاجي بشیر پژواک ته وویل، سږ کال که څه هم موسمي بارانونه کم وو خو د غنمو حاصل یې د تېر کال په پرتله سل منه ډېر شوی دى.

هغه وايي، تېر کال یې له درې‌نیم جریب ځمکې ۲۵۰ منه غنم ترلاسه کړي وو خو سږ کال يې بيا له همدې درې‌نیم جریب ځمکې ۳۵۰ منه غنم حاصل ترلاسه کړى دى.

د یادې سیمې يو بل بزګر عالم‌ګل وايي، اصلاح شوی تخم هم د غنمو حاصلاتو په ډېرېدو کې رول لري خو په ټوله کې سږ کال د غنمو وږي ډک وو نو ځکه يې حاصل هم ډېر دى.

هغه وايي، په نورو کلونو کې د شيرې پر مهال غنمو ته د سياقاق په نوم يوه ناروغي پيدا کېده خو سږ کال يې دغه ناروغي نه درلوده.

که څه هم چې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې غنم توليديږي خو بيا هم خلک تر ډېره له ازبکستاني اوړو استفاده کوي.

Views: 71

Exit mobile version