کابل (پژواک، ۱۴چنګاښ ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو لوى لامل د دوی له لوري د نړۍوالې ټولنې د فرمایشاتو نه منل دي.
دغه څرګندونې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د پکتیا ګردېڅېړی ولسوالۍ ته د سفر پر مهال يوې غونډې ته کړې دي.
هغه وویل: «دا نن چې موږ ته رسمیت نه راکوي، د دوی فرمایشات مو نه دي منلي، د دوی غوښتنې مو نه دي منلې او تر اخري سلګۍ پورې مو یوه خبره ورسره ونه منله.»
دغه راز هغه وايي، په افغانستان کې نږدې نیمه پېړۍ جګړه وشوه خو د جوړولو او بيارغولو فکر يې هيچا هم ونه کړ.
هغه زیاتوي: «وضعیت موږ کوت چې ټوله نړۍ راغلې وه او زموږ هېواد یې یرغمل کړى و، یوازې نظامي یرغمل نه و، دلته اقتصادي یرغمل و او زموږ کلتور یې یرغمل کړى و، په هر قوم او ملت کې یې داسې خلک پیدا کړي وو چې حقه خبره يې نه شوه کولی.»
حقاني وايي: «د الله تعالی شکر ادا کوو چې خپلواکي یې راکړه، ازادي یې راکړه، په غیرت یې راکړه، د چا محتاج يې نه کړو، د چا تر احسان لاندې نه شوو او ازادي مو پر خپلو مټو وګټله.»
هغه زياته کړه چې دغه خپلواکي د ټولو افغانانو لپاره د عزت او خوشحالۍ سبب شوه.
د يادونې ده، شاوخوا دوه کاله کېږي چې اسلامي امارت يو ځل بيا د افغانستان واګې ترلاسه کړي خو تر اوسه د يوه هېواد له لوري هم پر رسمت نه دى پېژندل شوى.
Views: 66