Pajhwok Afghan News

کندوز کې په تېره یوه میاشت کې پر انتاني ناروغیو اخته څه باندې ۵۰۰ کسان بستر شوي

 کندوز (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندوز روغتیایي مسوولین وایي، په تېره یوه میاشت کې پر انتاني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او پر دې ناروغیو اخته څه باندې ۵۰۰ کسان په انتاني روغتون کې بستر دي.

کانګو، اسهال، کرونا، سینه‌بغل، شری او کولرا هغه ناروغۍ دي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کندوز کې ډېر کسان پرې اخته شوي دي.

د کندوز ۵۰ بستریز انتاني روغتون مسوول قیام‌الدین صافی وایي چې په تېره یوه میاشت کې یاد روغتون ته له ۵۰۰۰ ډېر انتاني ناروغانو مراجعه کړې چې له دې ډلې ۵۱۴ یې بستر کړي دي.

هغه د دې ناروغیو ډېرېدو لامل د هوا ګرمېدل او روغتیایي سپارښتنې نه مراعاتول یاد کړل.

هغه وویل: «په تېره میاشت کې چې ناروغان کتل شوي، شمېر یې ۵۰۵۰ کسانو ته رسېږي چې له ډلې یې ۵۱۴ کسان بستر شوي دي.»

هغه وویل: «ډېری دغه ناروغان پر اسهال، سینه بغل، شري کولرا او کرونا اخته دي او دغه راز په تېره میاشت کې د کانګو پنځه پېښې ثبت شوې دي.»

نوموړی زیاتوي چې ناروغانو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره پوره چمتووالی لري.

په ورته وخت کې، ډاکټران د انتاني ناروغیو مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې مهمې بولي او له خلکو غواړي چې هغو ته پام وکړي.

د کندوز د انتاني روغتون یو ډاکټر احمدضیا د حفظ الصحې مراعاتول د انتاني ناروغیو په مخنیوي کې اغېزناک بولي.

نوموړي زیاته کړه: «انتاني ناروغۍ بېلابېل ډولونه لري چې ویروسي ناروغۍ هم په کې شاملې دي، د یادو ناروغیو خپرېدو لامل د روغتیايي سپارښتنو نه مراعاتول دي.»

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د هوا له ګرمېدو سره په هېواد کې انتاني او ویروسي ناروغۍ ډېريږي چې ډېر خلک له ستونزو سره مخ کوي.

Views: 4

Exit mobile version