Pajhwok Afghan News

کونړ او نورستان کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

اسعداباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): کونړ کې مسوولین وايي، تېره شپه په دغه ولایت او نورستان کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

هغوی زیاتوي، سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي چې تر اوسه يې دقیق ارقام نه دي معلوم.

د کونړ طبيعي پېښو ته د رسېدنې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د کونړ او نورستان ولایتونو په ځينو سیمو کې باران شوی او سېلابونه راوتلي چې خلکو ته يې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دی وايي: «د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې سېلاب د سپرلیو یو موټر وړی چې له امله یې دوه کسه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.»

هغه زیاتوي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، د تېرې شپې سختو ورښتونو او سېلابونو د کونړ په مرکز اسعداباد کې هم خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي وویل: «په مرکز اسعدباد، خاص کونړ، مروره او شیګل ولسوالیو کې د استوګنې کورونه، لسګونه جریب کرنیزې ځمکې، کروندې، بندونه، ویالې او سړکونه هم تخریب شوي، زموږ د سروې ټیمونه په کار بوخت دي، امکان دې ولري چې د زیانونو کچه له دې لوړه وي.»

نوموړی وایي، د پلټنې ډلې یې د مرستې په موخه زیانمن شوو سیمو ته استولې او په وینا یې چې د معلوماتو له راټولولو وروسته به ورسره اړینې لوموړنۍ مرستې وکړي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ کسان مړه، ۲۲۵ ټپيان او ۲۱۶۲ کورونه نیم او یا په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

Views: 218

Exit mobile version