Pajhwok Afghan News

کاپیسا کې یو دیني عالم وژل شوی

 محمودراقي (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د کوهستان په دویمه حصه ولسوالۍ کې یو دیني عالم وژل شوی دی.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل: «د محمدظریف په نوم یو دیني عالم د کوهستان دویمه حصه ولسوالۍ کې دوه شپې مخکې چې د جومات په حجره کې و، د لاسي بم په چاودنه کې شهید شوی دی.»

هغه زیاتوي، د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د جنایي مدیریت لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه لاسي بم په خپله د همدغه عالم په لاس کې و چې چاودنه یې کړې ده.

هغه وویل: «د جنایي تحقیقاتو لومړني اثار ښیي چې دا لاسي بم یې خپل و او کړۍ یې راکش کړې او چاودنه یې کړې ده.»

 له بلې خوا، نوموړی زیاتوي چې د دغه عالم کورنۍ ادعا کړې چې له پخوا یې له چا سره شخصي دُښمني لرله.

فایز وایي چې د دې ادعا پر اساس امنیتي ځواکونو د یادې قضیې په تړاو درې کسان نیولي دي.

Views: 60

Exit mobile version