ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مک کال: د بایډن وروستۍ څرګندونې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي

مک کال: د بایډن وروستۍ څرګندونې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي

author avatar
7 Jul 2023 - 14:02
مک کال: د بایډن وروستۍ څرګندونې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي
author avatar
7 Jul 2023 - 14:02

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر خبرې حقیقت نه لري او دا یوازې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن تېره اونۍ ویلي وو: «دا به مو په یاد وي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي وو؟ ما ویلي وو چې د القاعدې ډله به هلته (افغانستان) نه وي، ما ویلي وو چې دوی به هلته نه وي، ما ویلي وو چې طالبان به له موږ سره همکاري وکړي، اوس څه روان دي؟ څه تېرېږي؟ خپلې رسنۍ وڅارئ، زه په حقه وم.»

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر وروستۍ څرګندونې «له حقیقته لرې» دي.

هغه زیاته کړې: «د بایډن خبرې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پر رسمیت پېژندلو لپاره یوازې یوه هڅه ګڼل کېدای شي.»

د یادونې ده، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر یادو څرګندونو ته په اشاره ویلي: «موږ د متحده ايالتونو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري، د حقیقت درک بولو.»

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، اسلامي امارت هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي او د سرپرست حکومت کړنې د امریکا په ګډون د هیچا په مرسته او فرمایش نه ترسره کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.