کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې سرپرست حکومت هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي، پر نورو اړخونو پلورلي دي.
ویل کېږي چې دغه ادعا په دې وروستيو کې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس مایکل مککال کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن (دوشنبه) په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي: «په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا چې ګني اسلامي امارت هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي، پر نورو جهتونو پلورلي دي، حقیقت نه لري او موږ یې په کلکه ردوو.»
https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1678406996591095808?s=20
ده زياته کړې، واقعیت دا دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هېواد په ډیپوګانو او ذخایرو کې محفوظ شوي او هېچاته اجازه نشته چې ان یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري.
دی وايي: «دا ډول پروپاګند د هغو تنشطلبه او مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنټرول نه شي زغملای او په وړاندې یې پروپاګند کوي.»
Views: 59