Pajhwok Afghan News

د ننګرهار کانال ریاست دوو کلونو کې د خصوصي سکټور په همکارۍ ۱۷۵۰۰ جریبه ځمکه اباده کړې ده

جلال‌اباد (پژواک، ٢٢ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې يې ۱۷ زره او ۵۰۰ جريبه هغه شاړې ځمکې چې څو لسيزې نه وې کرل شوې، خصوصي سکټور ته یې په قرارداد ورکړې او ابادې شوې دي.

د مسوولينو په وينا، پر دغو ځمکو تر ډېره د مالټو باغونه جوړ شي چې د حاصلاتو ډېرېدو ترڅنګ يې لږ تر لږه ۴ زره کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د ننګرهار کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د کانال ادارې ۱۷۵۰۰ جريبه له کلونو شاړه ځمکه د خصوصي سکټور په همکارۍ بيارغول شوې ده.

هغه زياته کړه: «دغه ځمکې چې زياتره يې له څلورو لسيزو راهیسې د جګړو او حکومتونو نه پاملرنې له امله شاړې شوې وې، اوس کانال ادارې خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړې، پر ډېرو هغو د مالټو باغونه جوړ شوي دي.»

نوموړي زياته کړه چې د مالټو باغونو کې غنم، جوار او ځيني نور فصلونه هم کرل کېږي چې ورسره د قراردادي شرکتونو د عوايدو ډېرېدو ترڅنګ د کورنيو حاصلاتو کچه هم لوړېږي.

غريبمل د قراردادونو طرزالعمل په تړاو وويل: «موږ دوه ډوله قراردادونه لرو، لنډمهال يعنې يو کلن او بل هم اوږدمهال يا پنځه کلن چې دوه دورې نور تمديد هم لري؛ ځکه هغوی پانګونه ډېره کوي، کله چې کومه شاړه ځمکه قرارداد ته ورکوو، نو د هغې په اړه اعلانونه کوو، بيا اشخاص او شرکتونه راځي، ځمکه بولۍ ته وړاندې کېږي، هر چا چې لوړ قيمت ورکړ، هغوی ته په قرارداد ورکول کېږي.»

هغه وايي، د يادو ځمکو په ابادېدو سره شاوخوا ٤٠٠٠ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

نوموړی وايي، که څه هم د ۱۴۰۲ کال عوايد منسجم شوي نه دي خو په ۱۴۰۱ کال کې له همدغو لنډمهاله قراردادونو لږ تر لږه ۳۷ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

د سيد همايون غريبمل معلوماتو مخې، اوسمهال په پلان کې ده چې شاوخوا دوه زره جريبه نوره ځمکه هم د روان کال تر پايه په قرارداد ورکړل شي.

د هلال هډه‌وال په نوم يو کرنيز شرکت چې تازه يې د ننګرهار کانال د هډې فارم په سيمه کې ۲۰۰ جريبه ځمکه په قرارداد اخیستې، د اصلاح شوو تخمونو د توليد لړۍ يې پيل کړې ده.

د دغه شرکت مسوول ډاکتر عبدالغفار لودين وايي: «سره له دې چې موږ به پر ياده ځمكه اصلاح شوي تخمونه کښت کړو، ورسره سم به د هډې فارم له نږدې پنځوسو کلونو پاتې ناهمواره ځمکه هم هواره کړو، د اوبه‌خور ناسازه سيسټم به يې جوړ کړو، د اوبو ويالې او کنټرولي دروازې به يې فعالې او يادې ځمکې به کرکيلې ته چمتو کړو.»

بلخوا د کانال رياست د هډې فارم امر انجينر سيداغا مياخېل هيله‌من دی چې د دې ځمکې ابادۍ او د اصلاح شوو تخمونو لپاره د فصلونو له کښت سره به د دغه فارم اړوند د مالدارۍ فارم څارويو لپاره د خوراکي توکو اړتيا هم پوره شي.

بلخوا هغه کسان چې په دغو باغونو او کرنيزو چارو کې ورته د کار زمينه برابره شوې، خوشحاله دي.

واحدګل چې د ننګرهار کانال د څلورم فارم يوې شاړې ځمکې بيارغونې، باغدارۍ او کرنيزو چارو په يوه پروژه کې ورته د کار زمينه برابره شوې، وايي، له دغه کار مخکې يې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه.

يو بل کاريګر نبي‌الله چې د بهسودو په عبدالخېلو سيمه کې ورته په همداسې يوه پروژه کې د کار زمينه برابره شوې وايي، په هېواد کې دننه دغه ډول پانګونې له يو لوري خلکو ته د کار زمينه برابروي او له بل لوري د ځوانانو مخه نيسي څو د کار لپاره نورو هېوادونو ته مسافر نه شي.

د ننګرهار کانال لويه وياله چې شاوخوا شپږ لسيزې مخکې د پخواني پاچا محمدظاهر شاه واکمنۍ پر مهال رغول شوې وه، ورسره د دغه ولايت زرګونه هکټاره دولتي او شخصي ځمکې خړوبې شوې او د ننګرهار د ښېرازۍ سبب ګرځېدلې ده.

Views: 175

Exit mobile version