Pajhwok Afghan News

هلمند کې د لس ټنه اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې ده

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه یې د لس ټنه اوسپنې قاچاق مخه نیولې او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل: «د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو له خوا د دوو ورځو په جریان کې د لښکرګاه شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې درې ټیوټا موټر چې لس ټنه اوسپنه پکې بار وه، کشف او درې کسان يې د قاچاق په تور نیولي دي.»

هغه زیاته کړه چې نیول شوو کسانو غوښتل یاده اوسپنه په قاچاقي ډول له هېواده بهر کړي.

هغه وايي، نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د یادونې ده، د هلمند امنیتي ځواکونو له دې مخکې هم څو څو ځلې د اوسپنې د قاچاق مخه نیولې ده.

Views: 88

Exit mobile version