Pajhwok Afghan News

سرچینې: امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل په بګرامیو کې عملیات کړي

 کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): ځینې سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې عملیات کړي او لږ تر لږه د دوو داعشیانو وژل کېدو ادعا کوي، خو د حکومت ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باختر دولتي اژانس تېره شپه شاوخوا یوولس نیمې بجې پر خپل ټويټر ليکلي: «د ا.ا.ا د استخباراتو ځانګړو ځواکونو د کابل د بګراميو ولسوالۍ په ميرويس ښارګوټي کې د فتنه‌ګرو پر يو پټنځای عمليات پيل کړي چې بشپړ جزئيات به يې وروسته خپاره شي.»

د میرویس ښارګوټي یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته دغه ښارګوټي ته نږدې په «قلعه بغلک» کلي کې ډزې پیل شوې او تر نږدې سهاره یې دوام درلود.

خو هغه وویل چې په دې اړه نور معلومات نه لري.

خو ازادي راډیو لیکلي چې د سرپرست حکومت «یوې باخبره» سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ورته ویلي چې په دغو عملیاتو کې د داعش خراسان څانګې دوه وسله‌وال وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات ترې نیول شوي دي.

خو ازادي راډیو د افغان اسلامي اژانس په حواله لیکلي چې ځینو سرچینو دغه اژانس ته ویلي چې په دغو عملیاتو کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نیول شوي دي.

د حکومت اړوندو ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 51

Exit mobile version