Pajhwok Afghan News

مجاهد: د محرم مراسمو کې د اهل تشیع هېوادوالو ازادي پر خپل ځای ده

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند وایي، د محرم میاشتې په مناسبت امنیتي ارګانونو پوره امنيتي تدابیر نیولي او د اهل تشیع هېوادوالو مذهبي ازادۍ پر خپل ځای دي، مراسم په هغه ډول چې د دوی مذهبي اصول یې ایجابوي، ترسره کیدلی شي .

د محرم میاشت د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه پیلېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (دوشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «دا چې څو ورځې وروسته د محرم لسمه ده او د اهل تشیع هېوادوالو له خوا ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي، د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو د دغو مراسمو لپاره پوره امنيتي تدابیر نیولي دي او د اهل تشیع هېوادوالو مذهبي ازادۍ پر خپل ځای دي.»

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، په ټولو هغو تکیه‌خانو کې چې د اهل تشیع هېوادوالو په مېشت ځایونو کې موقعیت لري، غونډې او مراسم په هغه ډول چې د دوی مذهبي اصول ایجابوي، ترسره کېدلی شي.

خبرپاڼه زیاتوي، د لا ډېر امنیت او احتیاطي تدابیرو نیولو په منظور په ځینو ځایونو کې د لویو غونډو دایرېدل یا په ډله‌يیز ډول تګ راتګ محدود شوی چې په دې کار کې د اهل تشیع علماوو نظر هم اخیستل شوی او د هغوی له غوښتنو سره سم اقدامات شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ځينو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه او تشویشونه حقیقت نه لري، اسلامي امارت له مذهبي اقلیتونو ملاټر کوي او د عبادت او خپلو مراسمو ازادي يې ورکړې ده.

د یادونې ده چې تېر ورځ د کابل والي محمدخالد قاسم هم د اهل تشیع له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي وو، امنیتي ځواکونو د محرم په ورځو کې امنیتي تدابیر نیولي او شیعه هېوادوال کولی شي خپل مذهبي مراسم په خوندي فضا کې ترسره کړي.

Views: 52

Exit mobile version