کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي، د هېواد سوېلي زون پنځو ولایتونو کې ګوزڼ (پوليو) واکسين پيل شو چې په دې دوره کې به څه باندې ۱،۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ځل د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین د سوېلي زون په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او نیمروز ولایتونو کې ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کمپاین نن پيل شو او څلور ورځې به دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۱،۷ میلیون ماشومان واکسین شي.
د یادونې ده چې روان ۲۰۲۳ کال کې تر دې دمه، د هېواد په کچه د پولیو ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
Views: 35