کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایرانه ۲۴۱۰ افغان کډوال د هرات اسلامکلا بندر له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د يادو راستانه شوو کډوالو له ډلې ۴۸۸ کسان د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) ته ورپېژندل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، وړمه ورځ هم ۲۳۶۱ افغان کډوال د هرات اسلامکلا بندر له لارې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 64