ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن خپله درېیمه لوبه له بنګله‌دېش سره کوي

د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن خپله درېیمه لوبه له بنګله‌دېش سره کوي

author avatar
18 Jul 2023 - 09:01
د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن خپله درېیمه لوبه له بنګله‌دېش سره کوي
author avatar
18 Jul 2023 - 09:01

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله درېیمه لوبه له بنګله‌دېش سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې له دوه پرله‌پسې بریاوو وروسته افغان ابدالیان لوبډله نن سهار نهه بجې خپله درېیمه لوبه د بنګله‌دېش له الف لوبډلې سره کوي.

د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو په الف ګروپ کې افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او عمان او په ب ګروپ کې پاکستان، هند، نیپال او متحده امارات شامل دي.

دغه راز افغانستان اوس مهال په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې افغانستان د عمان او سریلانکا الف لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.