Pajhwok Afghan News

د کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته اخیستل کېږي

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د ازموینو ملي اداره وایي، د سږ کال کانکور ازموینې په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلینو د جذب مکتوب ورغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت وړم کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو ثانوي او د تېر کال د لېندۍ په ۲۷مه د نجونو لوړو زده‌کړې وځنډولې. چارواکو ویلي چې دغه کار دایمي نه دی او حل‌لاره ورته لټول کېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د تېر کال په سلواغې میاشت کې د هېواد له ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو له موسسو وغوښتل چې د راروان لمریز کال لپاره د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوم‌لیکنه تر بل امره وځنډوي.

خو د ازموینو ملي ادارې د تېر کال په کب میاشت کې وویل چې د کابل په ګډون په ۳۱ ولایتونو کې له دوولسم ټولګي فارغو نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون فورمونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

خو د ازموینو ملي ادارې بیا نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د سږ کال کانکور ازموینې په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلانو د جذب مکتوب راغلی؛ فلهذا دا کار د عالي تحصیلاتو دی چې له چا څخه ازموينه اخلي او يا يې نه اخلي، په دې برخه کې د ازموينو ملي اداره کوم مسوولیت پر غاړه نه لري.»

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې د چنګاښ په ۲۹مه او ۳۰مه د کانکور ازموینه د تېر په څېر په عمومي ډول پیلېږي.

Views: 164

Exit mobile version