Pajhwok Afghan News

سپینې ماڼۍ د هغو هڅو ملاتړ کړی چې په امریکا کې د افغان کډوالو مېشتېدنه له ناقانونه کېدو ساتي

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا همغږی‌کوونکی وایي، د امریکا حکومت د هغې لایحې په اړه د هلو ځلو ملاتړ کوي چې دغه هېواد ته د راغلو افغان کډوالو مېشتېدنه له  ناقانونه کېدو ساتي.

امریکا غږ نن په یوه راپور کې ویلي، د سپینې ماڼې د ملي امنیت شورا همغږی‌کوونکی جان کربي وایي، د متحده ایالتونو حکومت د هغې لایحې په تړاو د هلو ځلو ملاتړ کوي چې امریکا ته د ورغلو افغان کډوالو مېشتېدنه له غیرقانوني کېدو ساتي.

سرچینې ویلي، کربي په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې په دې اړه چې ګویا ولسمشر جو بایډن به دا لایحه لاسلیک کړي، څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه: «د امریکا حکومت د افغان همکارانو د ښه راغلاست لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي.»

جان کربي زیاته کړې: «ولسمشر جو بایډن قوي احساس لري چې موږ باید تر خپله وسه پورې افغان همکارانو او متحدینو ته په ښه راغلاست کې څه ونه سپموو او ان تر دې چې د هغوی د مدغم کېدو او تابعیت اخیستو چارې اسانه کړو.»

سرچینې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې د ۲۰۲۱ د اګسټ په میاشت کې یې د انتقال په بهیر کې له افغانستانه څه باندې ۱۲۵ زره کسان ایستل شوي چې شاوخوا ۹۰ زره یې امریکا ته انتقال شوي دي.

دغه رازد د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۳مه د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د افغانانو د تخلیې له ایتلاف یا ایواک (AfghanEvac) موسسې سره دغه هېواد ته د افغانانو لېږدولو او هلته د ځای پر ځای کولو تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشتې وغځاوه.

Views: 71

Exit mobile version