مزارشریف (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): په افغانستان کې له سياسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره له بلخ ولایت څخه ترکیې هېواد ته الوتنې پیل شوې.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د کامایر هوايي شرکت له لوري د بلخ او ترکیې هېواد ترمنځ الوتنې پيل شوې.
سرچينه وايي، لومړنۍ الوتنه نن له بلخه د ترکیې استانبول ښار ته ترسره شوه.
خبرپاڼه کاږي، په همدې موخه نیول شوو مراسمو کې د کامایر هوايي شرکت او د ترکیې هېواد قونسلګرۍ استازو ترڅنګ د مزارشریف د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر چارواکو هم برخه اخيستې وه.
په یادو مراسمو کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوايي ډګر مرستیال مولوي عبدالغفار فاروقي ويلي چې د دغو الوتنو ترسره کېدو لپاره يې شپه ورځ هڅې کړې څو نتيجه ورکړي.
هغه وايي چې په لومړنۍ الوتکه کې نن ١٣٩ کسان ترکيې ته انتقال شول.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې يوازې له پلازمېنې کابل څخه ترکيې هېواد ته الوتنې ترسره کېدې.
Views: 154