Pajhwok Afghan News

عزیزي: تېر کال د افغانستان د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالره وه

کابل (پژواک، ۴ زمري ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، تېر لمریز کال د هېواد د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالره او د وارداتو کچه شپږ میلیارد او ۷۳۸ میلیون امریکايي ډالر وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي دغه څرګندونې نن (چهارشنبه) ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې د حکومت اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې وکړې خو هغه د صادراتو د زیاتوالي لاملونه په ګوته نه کړل.

هغه وویل، افغانستان اوسمهال پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، متحده عربي امارات، چین، ایران، عراق، ترکیې او قزاقستان هېوادونو ته د ډبرو سکاره، پنبه، هنګ، ممیز، وچ انځر، انار، جلغوزې، مڼې، انګور، روميان، بادام، کښته، پسته، زعفران، زردآلو، بادرنګ او غالۍ صادروي.

نوموړي د وارداتو په اړه وویل، په همدې موده کې د شپږ میلیارد او ۷۳۸ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت توکي له پاکستان، ایران، چین، متحده عربي امارات، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، ازبکستان، هند او مالیزیا څخه هېواد ته وارد شوي دي.

هغه زیاته کړه، په وارداتو کې کتان، پټرول او ډېزل تېل، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې، غنم، وریجې، نباتي غوړي او داسې نور شامل دي.

هغه زیاتوي، بهرنيو پانګوالو په افغانستان کې د ۲میلیارد امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او تر اوسه داخلي پانګوالو د ۱۵۰ميليون ډالرو په ارزښت د صنعت په برخه کې پانګونه کړې ده.

د هغه په وینا، اوسمهال افغان سوداګر کولای شي چې پاکستان، چين، روسيې او نورو هېوادونو ته د سفر ويزې ترلاسه کړي.

د هغه په خبره، د کورنيو توليداتو ملاتړ په موخه یې رياست‌الوزرا ته یوه طرحه وړاندې کړې وه او له تایید وروسته پرېکړه شوې چې په ټولو دولتي ادارو کې بايد له کورنيو توليداتو ګټه واخیستل شي.

د نوموړي په وینا، د صادراتو ډېرېدو او د صنعتي او توليدي فابريکو لپاره جلاجلا ډيټابېسونه جوړ شوي او دغه راز داخلي پانګوالو ته ۷۲۶۳ د فعاليت جوازونه وېشل شوي چې له دې جملې ۱۰۰۰ جوازونه يې مېرمنو اخيستي دي.

نوموړي د جزییات له ورکولو پرته وویل، ۵۰ نوې کارخونې جوړې شوې او ۸۰ سلنه پخوانۍ کارخونې چې د بېلابېلو عواملو له امله تړل شوې وې، بېرته فعالې شوې دي.

د سرپرست وزیر په خبره، له صنعت‌کارانو د ملاتړ او صنعت سکټور ته د ودې په موخه پر صنعت‌کارانو انتفاعي ماليات ۴ سلنه او موضوعي ماليات ۷ سلنه کم شوي دي.

د عزیزي د معلوماتو له مخې، د وارداتو په برخه کې د پخوا په پرتله اسانتیاوې برابرې شوې چې د افغانستان خصوصي سکټور کولای شي په  شفافه توګه خپل وارداتي توکي د هېواد ټولو بندرونو له لارې وارد کړي.

هغه د روان ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره د دغه وزارت پلانونو په اړه وویل چې پر اقتصادي طرحو تمرکز، نساجي صنعت باندې تمرکز، د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان صادراتو ډېرول، د زیاتې پانګونې جذب او په صنعتي پارکونو کې پانګونې ته زمینه برابرول د دوی له مهمو پلانونو څخه دي.

Views: 39

Exit mobile version