ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سټنډرډ ملي اداره: تېر کال مو د هېواد له ګمرکونو دوه زره ټانکره بې‌کفیته نفتي توکي مسترد کړي

د سټنډرډ ملي اداره: تېر کال مو د هېواد له ګمرکونو دوه زره ټانکره بې‌کفیته نفتي توکي مسترد کړي

author avatar
29 Jul 2023 - 16:29
د سټنډرډ ملي اداره: تېر کال مو د هېواد له ګمرکونو دوه زره ټانکره بې‌کفیته نفتي توکي مسترد کړي
author avatar
29 Jul 2023 - 16:29

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې مسوولین وایي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد نهو بندرونو ته له سل زره ټانکرو ډېر نفتي توکي وارد شوي خو دوه زره ټانکره چې بې‌کیفیته وو، بېرته ګرځول شوي دي.

د یادې ادارې سرپرست ملا فیض‌الله تمیم نن (شنبه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې وویل، د نفتي توکو د کیفیت او معیاري کولو په برخه کې ۸۰ سلنه شفافیت راغلی دی.

هغه وایي، په یاده موده کې د هېواد اسلام‌کلا، تورغونډۍ، فراه، نیمروز، کندهار، جلال‌اباد، شېرخان، حیرتان او اقینې بندرونو ته له ۱۰۰ زره ټانکره ډېر نفتي توکي وارد شوي، له دې ډلې ۲۰۰۰ ټانکره چې  بې‌کیفیت وو بېرته ګرځول شوي دي.

هغه له سوداګرو غوښتنه وکړه چې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه، یادې ادارې په تېر يو کال کې شاوخوا دوه میلیارده او دوه سوه میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمداصف قانت وویل، د سټنډرډ جوړنې په برخه کې تر اوسه ۲۵۸ سټنډرډونه او شپږ کوډونه ډيزاین او تدوین شوي دي.

نوموړی وایي، تېر کال د دغې ادارې په مرکزې لابراتوارنو کې د تېلو، اوبلن ګاز او روغنیاتو ۱۲۳۱ نمونې ازمایل شوي او کیفیت یې تایید شوی دی.

هغه زیاته کړه، د یادې ادارې ګرځنده لابراتوار په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې له ۸۳۰ زیاتو پمپ سټیشنونو او د تېلو له زېرمو څارنه کړې چې له ډلې یې ۲۷۰ تړل شوي دي.

هغه زیاتوي، په یادو تړل شوو زېرمو او پمپ سټیشنونو کې ۱۰۰ په کابل، ۸۰ په کندهار، ۴۰ په هلمند، ۲۰ په هرات، ۲۰ په فراه او ۱۰ یې په ننګرهار کې دي.

نوموړی وایي، افغانستان د توکو راوړلو په برخه کې په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۵۸ نوي سټنډردونه په نظر کې نیول شوي دي.

د يادې ادارې مسوولين وايي، له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې سره یې ښه اړیکې جوړې کړي څو د سوداګریزو توکو د کیفیت په برخه کې ورسره ستونزې شریکې کړي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.