پلعلم (پژواک، ۸ زمري ۱۴۰۲): د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د مرکز پلعلم په ګډون په ازرې، خروار، څرخ، محمداغه، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د نشهیې توکو د قاچاق او کرکېلې مخنیوي په موخه ۴۵۰ عملياته ترسره شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پلعلم کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د تېر یوه کال په ترڅ کې د نشهیې توکو د قاچاق او کرکېلې د مخنیوي په موخه ۴۵۰ ځانګړي عملیاتونه ترسره شوي دي.
هغه وايي چې د دغو عملیاتونو په ترڅ کې شاوخوا ۳۵۰ کیلوګرامه چرس، تریاک، هیرویین او ښيښه ترلاسه شوي دي.
انس زیاتوي چې د یادو نشهیې توکو په تړاو ۷۰ کسان له ۶ میله وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، د لوګر ولایت د مرکز پلعلم په ګډون په شپږو ولسوالیو کې د نشهیي توکو د کرکېلې مخنیوي کمپاین هم په بریالتیوب سره روان دى او تراوسه شاوخوا ۳۵۰ جریبه چرس او تریاک له منځه وړل شوي دي.
هغه وويل، دغه کمپاین به تر هغه دوام وکړي، څو دغه ولایت له نشهیي توکو په بشپړه توګه پاک شي.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پرضد د مبارزې مدیر احمدالله عرفان پژواک ته وویل، په دغه ولايت تر ډېره د نشهیي توکو د کرکېلې او قاچاق مخه نيول شوې ده.
عرفان زیاته کړه، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۴ زره کسانو ته د نشهیي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دى.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاين پيل شوى دى.
Views: 98