Pajhwok Afghan News

وېسټ: د ا.ا تګلارو له امله پر افغانستان مرستې کمې شوې؛ مجاهد: دریځونه مو ارزښتيز مسایل دي

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۲): ټام وېسټ ویلي، د ا.ا تګلارو او په نړۍ کې د نویو کړکېچونو له امله روان کال پر افغانستان دوه میلیارد ډالره مرسته کمه شوې، خو ا.ا وایي، دریځونه یې د افغانستان ارزښتيز مسایل دي او بشري مرستې باید سیاسي نه کړل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له بي بي سي‌ سره په مرکه کې ویلي:‌ «که په افغانستان کې د طالبانو حکومت خپلې ځپونکې تګلارې بدلې نه کړي، ښايي‌ پر دغه هېواد مرستې نورې هم کمې شي.‌»

ده زیاته کړې:«زه په پرله پسې ډول د مرستو کچې کېمدو په اړه ډېر اندېښمن یم. یو دلیل یې دا دی چې په نوره نړۍ کې بشري اړتیاوې په ډېرېدو دي- لکه سوډان او یمن. خو یو بل مهم دلیل چې مرستې په کمېدو دي، د طالبانو تګلارې دي.»

هغه زیاتوي: «تر هغه چې دغه تګلارې بېرته بدلې نه شي، په ځانګړي ډول د افغانستان د نیم نفوس په اړه- زما په ګومان مرستې به لا نورې هم پر له پسې کمې شي چې دا هېواد او د دې هېواد ثبات به زیانمن کړي.»

د ده په وینا، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د سرپرست حکومت د چلند په اړه ژوره اندېښنه شته.

وېسټ ویلي، هېواد ته یې دا مهال له افغانستانه د القاعده ګواښ نشته – هغه‌ څه چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي وو.

هغه وایي: «اوسمهال زموږ ارزونه دا ده چې له افغانستانه القاعده موږ ته ګواښ نه پېښوي. دا هم ريښتیا ده چې طالبان د داعش کابو کولو لپاره جدي او له تاوتریخوالي ډکې هڅې کوي. خو کله چې د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي خبره کېږي، دا وروستیو کې یې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي او له شک پرته چې دا یې له نږدې ګاونډي سره په ښکېلتیا کې یوه ننګونه ده.»

وېسټ د افغانستان د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې په اړه ویلي، د هيواد دریځ یې لا هم نه دی بدل شوی او په رسمیت یې نه پېژني،‌ خو ټینګار کوي چې «د طالبانو په ګډون له ټولو افغانانو سره ښکېلتیا روانه ساتي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د وېسټ د څرګندونو په اړه وایي چې له افغانستان سره که بشري او انساني مرستې کېږي، هغه باید په بشري روحیه وشي، مرستې له سیاسي موضوعاتو سره ونه تړل شي او بل دا چې اسلامي امارت چي کوم موقفونه نیولي هغه د افغانستان ارزښتي مسایل دي.

هغه زیاتوي: «په افغانستان کې موږ تاسو وینو چې بعد له اوږدو جګړو او ستړو کلونو، امن، سوله او ثبات راغلی، دغه ثبات ساتل او هغه ارمانونه په ځای کول چې د افغانستان خلکو ورته قرباني ورکړې، دا د اسلامي امارت دنده وه.»

مجاهد وایي: «ځینې هغه بندیزونه چې دي، هغه خو د اسلامي احکامو د تطبیق په لړ کې مخې ته راغلي، د افغانستان خلک نه شي کولای اسلامي احکام پرېږدي او اسلامي ارزښتونو ته شا واړوي د دې لپاره چې هېوادونه خوښ شي، هر څه چې زموږ شریعت وایي هغه موږ عملي کوو او هغه زموږ دنده ده، که په هر قیمت وي.»

ده وویل چې نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو مسایلو کې مداخله ونه لري.

هغه زیاتوي: «دغسې انساني او بشري مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي او که چېرې موږ پوه شو چې دوی دغه مرستې او دغه همکاري د دې لپاره کوي چې زموږ سیاستونه د دوی تابع او یا زموږ د هېواد ارزښتونه د دوی تابع شي، په دې صورت کې موږ د چا مرسته نه منو او نه یې غواړو که په هر قیمت تمامېږي.»

مجاهد وایي، ښه دا ده چې د تعامل په ژبه خبرې وشي او د تعامل له لارې موضوعات حل شي، اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره دښمني نه غواړي، له ټولو سره ښه تعامل غواړي، له نورو یې هم هیله دا ده چې له اسلامي امارت او افغانانو سره ښه تعامل وکړي او خپلو همکاریو او مرستو ته په بشري او انساني روحیه دوام ورکړي.

Views: 46

Exit mobile version