Pajhwok Afghan News

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله د يوې کورنۍ نهه کسان ټپیان شوي

ایبک (پژواک، ١٠ زمری ۱۴۰۲): سمنګان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت اړوند د سمنګان -کندوز پر لويه لار د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ نهه کسان ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایتي روغتون امر سید عثمان حمیدي وایي، پرون ماښام اووه بجې د سمنګان د مرکز اړوند رباتک سیمه کې یوه کرولا موټر چې د جوزجان له اقچې ولسوالۍ کندوز ته پر لاره و، له یوه ټېلر سره تکړ کړی دی.

هغه وایي، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان، څلور ښځې او یو سړی ټپیان شوي چې روغتون وروړل شوي دي.

هغه زياتوي، ټپيان دا مهال تر درملنې لاندې دي خو د دوو ښځو او یوه ماشوم روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده، تېره ورځ هم د دغه ولایت په یاده سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او پنځه نور ټپیان شوي وو.

Views: 16

Exit mobile version