Pajhwok Afghan News

پنجشېر او بامیان کې زرګونو کسانو ته په عام‌المنفعه پروژو کې د کار زمینه برابره شوې ده

پاراخ، بامیان (پژواک،۱۰ زمری ۱۴۰۲): د پنجشېر او بامیان ولایتونو مسوولین وايي چې په دغو ولایتونو کې د ټولګټو پروژو په پلې کېدو سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د پنجشېر د کليو پراختيا او بيارغونې رييس شېرعلي موزون د جزئياتو له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پنجشېر کې د روان ١٤٠٢ کال په پيل کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ٣٢ لويې او وړې پروژې پيل شوې او د ۱۸ میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

نوموړي وویل، دا پروژې چې له لارې یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده – د (UNAPS) په مالي ملاتړ د انساني مرستو د همغږۍ موسسې له خوا (CHA) پلې کېږي.

هغه زیاته کړه چې د کلیو پراختیا اداره هڅه کوي څو په درې او پریان ولسوالیو کې دوه نورې پروژې هم د یادې موسسې په مرسته پیل کړي.

د پنجشېر د اطلاعات او کلتور رییس نصرالله ملک‌‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې اوسمهال د یاد ولایت شاوخوا دوه زره اوسېدونکي په دغو پروژو کې – چې د اوبو رسولو شبکو، د ابولګولو کانالونو بیارغول، د سیند د غاړو تحکیمات او د استنادی دیوالونو، دیني مدرسې، فرعي سړکونو او نورو جوړول شامل دي- پر کار بوخت دي.

د پنجشېر اوسېدونکي د پروژو له پلې کېدو او دوی ته د کار له پیدا کېدو خوښ دي.

د شتل ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالباري وایي چې اوسمهال په یاده ولسوالۍ کې ځینې پروژې لکه د یوه پل، د اوبو لګولو کانالونو او اوبو رسولو شبکو جوړول تر کار لاندې دي.

هغه زیاته کړه: «په شتل ولسوالۍ کې یو شمېر ځوانان پر کار بوخت شوي، د همدې کال له پیله تر اوسه د هغو کسانو کره شمېره نه ده راته معلومه چې په یادو پروژو کې پر کار بوخت شوي، خو شاید شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ کسان واوسي.»

خو هغه وایي چې د دغو پروژو کار د یوه ټاکلي وخت لپاره دی.

او له حکومت څخه یې وغوښتل چې بیکارو ځوانانو لپاره د دایمي کار زمینه برابره کړي.

بل ‌پلو، بامیان کې مسوولین وایي چې د یاد ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې ده.

د بامیان ښاروال مولوي روزي محمد افکار پژواک ته وویل چې د یاد ولایت په کچه د پراختیایي پروژو له لارې څه باندې ۵۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه په وینا، دغه کاري فرصتونه لنډمهال دي چې ډېری یې د پراختیایي پروژو له لارې د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه برابره شوې او هر یوه کس ته د ورځې ۴۵۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې په یادو پروژو کې د اوبو ذخیره کېدو ساحو رامنځته کول، د فرعي سړکونو او د سړک غاړو د اوبو ویالو جوړول شامل دي چې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ (WFP) د افغانستان اسلامي بنسټ او action aid دفتر له لوري پلې کېږي.

نوموړی د داسې پروګرامونو پلي کېدو موخه د کلیوالو سیمو پراختیا، د ځایي اوسېدونکو لپاره کار برابرول او ټولنیزو خدمتونو ته د خلکو ښه لاسرسی او ښاري اسانتیاوې ښیي.

بامیان کې د یوې پراختیایي شورا رییس خداداد محمدي وایي چې په کليوالو سيمو کې د دا ډول پراختيايي پروژو په پلي کېدو سره به ډېر ښاري خدمتونه وړاندې شي او تر ټولو مهمه دا چې د سيمې اوسېدونکو ته په سختو حالاتو کې د کار زمينه برابریږي.

Views: 16

Exit mobile version