ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف تېرې شپږ میاشتې افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

یونیسف تېرې شپږ میاشتې افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

author avatar
2 Aug 2023 - 19:02
یونیسف تېرې شپږ میاشتې افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي
author avatar
2 Aug 2023 - 19:02

کابل (پژواک، ۱۱زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق دفتر راپور ورکړی چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۰ میلیون ډېرو افغانانو ته د روغتیا او تغذیې خدمات وړاندې کړي چې د هغو ۵۰ سلنه یې ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی راپور خپور کړ.

دغه راپور کې راغلي، د روان کال د جنورۍ تر جون میاشتې په ثابتو او ګرځنده روغتیایي مرکزونو کې د شاوخوا اتو میلیونو ماشومانو د حاد خوارځواکي څېړنه کړې ده.

یونیسف ویلي، د دغو ماشومانو له ډلې، تقریباً د ۳۵۰ زره کسان یې چې ۵۶ سلنه یې نجونې وې د «شدیدو ضایعاتو» له امله بستري شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمایي کې د تېر کال همدې مودې په نسبت ۳۱ سلنه ډېرو یادو ماشومانو درملنه یې کړې.

دغه راز یونیسف ویلي چې دغه موده کې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې له شپږ سوه او ۳۳ زره ډېرو ماشومانو ته چې ۶۰ سلنه یې نجونې وې د «ټولنې محور» زده‌کړې پروګرام له لارې تعلیمي خدمات وړاندې شوي دي.

د یونیسف د شپږ میاشتني راپور له مخې، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر د روان کال په جنورۍ  کې۲۸.۳ میلیون و چې په مې کې۲۹.۲ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې، حفاظتي او تخصصي خدماتو ته د خلکو د اړتیا ډېرېدل، بشري مرستو ته د  اړمنو کسانو شمیر زیاتېدو لامل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یونیسف له دې مخکې ویلي و، په افغانستان کې د ۱۰،۳ میلیونو ماشومانو په ګډون د ۱۹ میلیونو وګړو اړتیاوو ته رسېدنې له لپاره ۱،۴۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.