ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د دوو کانالونو د چارو پیلېدل؛ ۳۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

نورستان کې د دوو کانالونو د چارو پیلېدل؛ ۳۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

author avatar
5 Aug 2023 - 14:20
نورستان کې د دوو کانالونو د چارو پیلېدل؛ ۳۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
author avatar
5 Aug 2023 - 14:20

پارون (پژواک، ۱۴زمری ۱۴۰۲): نورستان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کانالونو جوړولو چارې پیل شوې او سلګونو کسانو ته په کې د خوراکي توکو بدل کې د کار زمینه برابره شوه.

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس مولوى سليمان ايمن وایي چې د دغو دوو کانالونو جوړېدو مالي ملاتړ د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) کوي او تطبیقي چارې یې د مشورتي او مرسته رسونې (NCRO) موسسه ترسره کوي.

هغه زیاتوي: «د دې کانالونو په رغېدو سره به لسګونه جريبه ځمکه نوې اباده شي او سلګونه جريبه ځمکه به ترې خړوبېږي.»

نورستان کې د مشورتي او مرسته‌رسونې موسسې مسوول محمدګلاب عمري د دغو کانالونو چارو  پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د مرکز اړوند د اشتيوي کانال د ۴۸۰۰ مترو په اوږدوالي سره جوړيږي چې د شپږو مياشتو لپاره به پکې ۱۳۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د عمري په وينا، دویم کانال هم د مرکز اړوند د فرونز له سيمې پيليږي او تر ډيوې کلي پورې به د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي وغځېږي چې په ياد کار سره به لسګونه جريبه نوې ځمکه اباده شي .

نوموړی زياتوي چې دغه کانال به د يو کال په موده کې بشپړ شي او ۲۳۵ کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي

یاد مسوولین وایي، دواړه کانالونه د خوړو په مقابل کې د کار برنامې پر اساس مخې ته ځي او کارګرو ته به پکې خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، مالګه او نور خوراکي توکي ورکول کېږي .

د اشتيوي کلي اوسېدونکى نجيب الله د دغو دوو کانالونو چارو پر پرانيستي خوښ دى او زياتوي چې په دې سره به د دوى د ځمکو د اوبو خور ستونزې حل او د بزګرانو حاصلات به ډېر شي.

Views: 135

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.