Pajhwok Afghan News

یونسکو: په نړۍ کې ۱۱۸،۵ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې دي

1232778584

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو علمي، ښوونځیز او فرهنګي اداره یا یونسکو یوه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې ۱۱۸،۵ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي.

دغه بنسټ نن (دوشنبه) یوه راپور کې لیکلي چې اړتیا ده څو د نارینه‌وو او ښځو د زده‌کړې د برابرۍ لپاره بودجه ډېره شي او لازمه همدا اوس دا کار ترسره شي.

د دغه راپور د شمېرو له مخې، په نړۍ کې له ۷۷۱ ميلیونو ځوانانو له ډلې دوه پر درېیمه ښځې تشکیلوي چې له لومړنیو زده‌کړو محرومې دي.

یونسکو دا شمېرې په داسې حال کې خپروي چې په افغانستان کې له ۶۵۸ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري او پوهنتونونو کې د تېر کال لېندۍ میاشت کې د نجونو تحصیل هم تر «دویم امر» پورې وځنډېد.

Views: 31

Exit mobile version