ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره ورځ څه باندې دوه زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي

تېره ورځ څه باندې دوه زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي

author avatar
10 Aug 2023 - 17:06
تېره ورځ څه باندې دوه زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي
author avatar
10 Aug 2023 - 17:06

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲ ): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ څه باندې ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۶۶۳ کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (د زمري ۱۹مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې تېره ورځ (د زمري ۱۸مه) د اسلام‌کلا بندر له لارې ۲۱۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د یادو راستنېدونکو له ډلې ۶۶۳ کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌اېم) ته ورپېژندل شوي دي.

د یادونې ده، تېره ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي وو، تېر کال څه باندې ۹۵۲ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي وو چې له زرو ډېر یې د لوړو زده‌کړو موسسو ته ورپېژندل شوي او په بهرنیو هېوادونو کې مېشت ۱۰۰۰ افغان کډوال سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو لپاره استول شوي وو.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.