Pajhwok Afghan News

کاپیسا کې یوه کس خپله مور وژلې ده

محمودراقي (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت «حصه دوم کوهستان» ولسوالۍ کې یوه ځوان خپله مور د چاقو په وسیله وژلې چې وروسته دغه ځوان د خپل ورور له لوري په ښکاري ټوپک ټپي شوی دی.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د یاد ولایت د حصه دوم کوهستان په کیشکتان کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه ځوان مور چې شاوخوا ۵۵ کلنه وه د سیداجان په نوم د خپل زوی له لوري ټپي شوې او روغتون ته له لېږدولو وروسته مړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، له یادې پېښې وروسته، د سیداجان ورور توریالی «د خپل پلار په لارښونه او تحریک» سیداجان په ښکاري ټوپک ټپي کړی او توریالی د پېښې له ځای څخه تښتېدلی دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي دي چې پولیسو سیداجان نیولی دی.

Views: 27

Exit mobile version