Pajhwok Afghan News

د اوبو او برېښنا وزارت: له کجکي او کمال‌خان بندونو د ایراني پلاوي لیدنه ردوو

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): ایراني رسنیو خبر ورکړی چې ایراني کارپوهانو په افغانستان کې د هلمند اوبو سرچینې کتلې خو د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له کجکي او کمال‌خان بندونو د ایراني پلاوي لیدنه ردوي.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې ایراني چارواکو د افغانستان له اسلامي امارته وغوښتل چې د هلمند اوبو کې یې «حق» ورکړي خو د افغانستان سرپرست حکومت د ایران حقابې ستونزې د حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند اوبو په اړه د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون پلي کېدل مناسبه حل‌لار وبلله، د خبرو او تفاهم له لارې یې د دې ستونزې پر حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اوبو کمښت ستونزه د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې او ایران باید دا موضوع سیاسي نه کړي.

نن د ایران فارس خبري اژانس د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي له قوله راپور ورکړی چې د لومړي ځل لپاره ایراني کارپوهانو په افغانستان کې د هلمند (هیرمند) اوبو سرچینې کتلې دي.

قمي ویلي: «زموږ تخنیکي ډله دا مهال په کابل کې ده، لیدنه وشوه او راپور به یې ډېر ژر موږ ته ورسېږي.»

د هغه په وینا، دا لومړی ځل دی چې ایراني کارپوهان په دهراوود سیمه کې د اوبو د اندازه کولو سرچینې ته ورغلي دي.

قمي ویلي: «موږ کولای شوی د معاهدې له مخې د اوبو د کمښت په اړه د مقابل لوري د ادعا حقیقت معلوم کړو.»

خو د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ویاند قاري مطیع الله عابد د قمي د څرګندونونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا چې یوې ایراني رسنۍ د حسن کاظمي قمي له قوله خبر ورکړی چې ګواکې ایراني متخصصینو د کجکي او کمال خان له بندونو لیدنه کړې، ردوو.»

خو مطیع‌الله عابد زیاته کړه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې پر اساس یوازې او یوازې د دهراوود سټېشن په ځانګړو شرایطو د یو خاص میکانیزم له لوري چې د تړون د لومړي پروتوکول په پنځمه ماده کې صراحت لري، د ایراني لوري له خوا کتل کېدای شي او نه شي کولی چې له کمال خان او کجکي بندونو لیدنه وکړي.

کمال خان بند د هلمند پر سیند د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ او د کجکي بند د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د افغانستان او ايران هوکړه‌ليک

د راپورونو له مخې، د افغانستان شاهي دولت لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د دولت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د ۱۳۵۱ کال د کب په ۲۲مه یو هوکړه‌لیک- چې یوه مقدمه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکوله لري – لاسلیک کړی و.

د یادې معاهدې د دویمې مادې له مخې، ټولې هغه اوبه چې د هېرمند له سینده په عادي او غیرعادي کال کې افغانستان ایران ته ورکوي، د اوبو د منځني بهیر پر مهال په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه دي او یوه اندازه اضافي اوبه – چې د متوسط بهیر پر مهال په ثانیه کې څلور متره مکعبه دي، د میاشتني وېش پر تناسب چې په اړه یې د هوکړې په درېیمه ماده کې وضاحت شته – د حسن نیت او ورورګلوۍ په پار افغانستان ایران ته ورکوي.

Views: 83

Exit mobile version