پلعلم (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند بابوس سیمه کې د یوه ۴۰ کلن سړي مړی موندل شوی دى.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ امنیتي ځواکونو د مرکز پلعلم په بابوس سیمه کې د یوه کس مړی موندلی دى.
انس زیاته کړه، وژل شوی کس د مرکز پلعلم د کمال خېلو سیمې اوسېدونکی دى او تر اوسه پورې د نوموړي د وژنې لامل معلوم نه دى.
هغه زیاتوي، د پېښې په تړاو د امنيتي ځواکونو پلټنې پیل شوې دي.
بلخوا د مرکز پلعلم د بابوس کلي یوه اوسېدونکي حضرتمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، کلیوالو تېره ورځ ناوخته د بابوس په «شولک» سیمه کې د یوه کس مړی موندلی چې د سختې شکنجې نښې پرې ښکاري.
هغه وایي چې د وژل شوي کس هویت تر اوسه نه دی معلوم او یاد جسد امنیتي ځواکونو انتقال کړى دى.
باید وویل شي چې دوه اونۍ مخکې هم امنيتي ځواکونو د مرکز پلعلم په «پاخېل» سیمه کې د یوه ځوان مړی موندلی و.
Views: 261