Pajhwok Afghan News

د لوګر په مرکز کې د یوه ۴۰ کلن سړي مړی موندل شوی

پل‌علم (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند بابوس سیمه کې د یوه ۴۰ کلن سړي مړی موندل شوی دى.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ امنیتي ځواکونو د مرکز پل‌علم په بابوس سیمه کې د یوه کس مړی موندلی دى.

انس زیاته کړه، وژل شوی کس د مرکز پل‌‎علم د کمال خېلو سیمې اوسېدونکی دى او تر اوسه پورې د نوموړي د وژنې لامل معلوم نه دى.

هغه زیاتوي، د پېښې په تړاو د امنيتي ځواکونو پلټنې پیل شوې دي.

بلخوا د مرکز پل‌علم د بابوس کلي یوه اوسېدونکي حضرت‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، کلیوالو تېره ورځ ناوخته د بابوس په «شولک» سیمه کې د یوه کس مړی موندلی چې د سختې شکنجې نښې پرې ښکاري.

هغه وایي چې د وژل شوي کس هویت تر اوسه نه دی معلوم او یاد جسد امنیتي ځواکونو انتقال کړى دى.

باید وویل شي چې دوه اونۍ مخکې هم امنيتي ځواکونو د مرکز پل‌علم په «پاخېل» سیمه کې د یوه ځوان مړی موندلی و.

Views: 261

Exit mobile version