Pajhwok Afghan News

د شبرغان – مزار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي

شبرغان (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د شبرغان – مزار پر لویه لار د یوه کرولا موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان پولیسو ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل نن غرمه (د زمري ۲۳مه) شاوخوا دوولس نیمې بجې په «کوکلداش کهنه» سیمه کې یو کاناډایي کرولا موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې چلوونکی مړ شوی او دوه نور مسافر ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې په موخه د جوزجان ولایتي روغتون ته ولېږدول شول او د هغوی روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د جوزجان د پولیسو ویاند د یادې پېښې لامل د چلوونکي بې پروایي او د موټر ډېر سرعت بولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د جوزجان – فاریاب پر لویه لار د فیلډر موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي وو.

Views: 13

Exit mobile version