کابل (پژواک، ۲۵ زمري ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره د پر شرایطو برابر له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د سرچینې په خبره، د داوطلبۍ ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
مرکزي بانک څرګنده کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې ده، مرکزي بانک د تېر نظام څخه تر اوسه، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه بازار کې د امریکایي ډالرو د لیلامولو له سیاست څخه ګټه اخلي او هره اونۍ څو میلیون ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د کابل ښار شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین د معلوماتو له مخې نن (د زمري ۲۵مه) یو امریکایي ډالر په ۸۴.۹۰ افغانۍ پېرل کېږي.
Views: 29