Pajhwok Afghan News

زابل کې څلورو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کلات (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): زابل کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شاه‌جوی ولسوالۍ کې څلورو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د شاه‌جوی ولسوال مولوي رحمت‌الله جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کس د بچه‌بازۍ او درې نور د غلا په تور نیول شوي وو چې د دوسيو له نهايي کېدو وروسته یې نن په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه چې هر مجرم ۳۹ دُرې ووهل شو او له شپږو میاشتو تر څلورو کلونو پر بند محکوم شول.

هغه زیاته کړه، د بچه‌بازۍ په تور نیول شوی کس ۳۹ دُرې وهل شوی او پر ۱۸ میاشتې بند محکوم شوی دی.

هغه وايي، د غلا په تور نیول شوي درې کسان هم هر یو ۳۹ – ۳۹ دُرې ووهل شول او یوه ته شپږ میاشتې، بل ته لس او بل ته څلور کاله د بند سزا واورول شوه.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو کسانو دوسيې د سوېل لوېدیځ زون د تمیز مقام ته استول شوې وې او هغوی د زابل د مرافعه محکمې په اجازه د دغه ولایت په شاه‌جوی ولسوالۍ کې په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړه.

Views: 215

Exit mobile version