Pajhwok Afghan News

سرپل کې دوو ښځو او ۱۵ سړیو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

سرپل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): سرپل کې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۱۷ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

باختر اژانس د سرپل د مرافعه محکمې د رییس مولوي یارمحمد عمري له قوله لیکلي، پرون مازدیګر د دغه ولایت په ورزشي سټیډیوم کې ۱۷ مجرمینو ته چې ۱۵ نارینه او دوه ښځې وې، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچینې ویلي چې یاد کسان د زنا، له کوره د تېښتې، لواطت، د مخدره توکو د قاچاق او غلا جرمونو له امله پر تعزیري جزا محکوم شوي وو.

د یاد ولایت د مرافعې محکمه وايي، یادو کسانو ته  ځکه په عام محضر سزا ورکړل شوه څو نورو ته عبرت شي او دغه کار په ټولنه کې د جرمونو کمېدو لامل کېږي.

Views: 33

Exit mobile version