Pajhwok Afghan News

غزني کې د خپلواکۍ په مناسبت د کیک بوکسنګ سیالۍ تر سره شوې

غزني ښار ( پژواک د زمري ۲۸ مه ۱۴۰۲ ): د غزني ولایت ورزشي امریت مسولین وایې، چې د خپلواکۍ په مناسبت د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د کیک بوکسنګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د ورزش امر مولوي بلال مجاهد پژواک خبري آژانس ته وویل،دغه سیالۍ دتنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کټګوریو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې او یوه ورځ یې دوام وکړ.

د نوموړي په وینا ، د دغو سیالیو په پای کې په مختلفو کټګوریو او وزونونو کې ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل او همداراز غوره ورزشکارانو ته د غزني ورزشي امریت له لوري ورته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

Views: 14

Exit mobile version