Pajhwok Afghan News

حقاني: اصلاح او پرمختګ هغه مهال ممکن دي چې ولس نظام او نظام ولس د ځان وبولي

کابل (پژواک، ۳۱ زمري ۱۴۰۲): د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، ا.ا د یووالي او ابادۍ پخه اراده کړې، د غچ اخیستو فکر نه لري او نه چا ته اجازه ورکوي غچ واخلي او زیاتوي، پرمختګ هغه مهال ممکن دی چې ولس نظام او نظام ولس د ځان وبولي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه (اېکس) لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې نن غور ولایت ته رسېدلی دی.

سرچینه لیکي چې حقاني په یاد ولایت کې له سیمه‌ییزو چارواکو او ولسي خلکو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان اوسنی نظام د ولس دی او اصلاح او پرمختګ هغه مهال ممکن دي چې ولس نظام او نظام ولس د ځان وبولي.

هغه خلکو په خطاب کې ویلي: «موږ او تاسې به په ګډه له رامنځته شوي مثبت فرصت او حاکم شوي اسلامي او خپلواک نظامه پر يو بل د باور او د هېواد پرمختګ لپاره کار واخلو، له ټولو منفي تبليغاتو سربېره بیا هم د ا.ا.ا له لوري شرعي عفوې او پر وحدت ټينګار د ولس او نظام ترمنځ د بشپړ اعتماد لپاره زمینه برابره کړه، هيچا د انتقام اقدام ونه کړ او پر ټولو افغاني جهتونو هم غږ کوو چې موږ د يووالي او ابادۍ پخه اراده کړې، د غچ اخیستنې فکر نه لرو او چا ته د غچ اجازه هم نه ورکوو.»

هغه ویلي چې د اسلامي امارت په رهبرۍ کې په مسلسل ډول تر دې دمه داسې صالح مشران وو چې ټول فکر یې پر اسلامي او ملي افکارو سمبال و او دی؛ دا خپله د وحدت او پرمختګ سفر لا اسانه کوي.

کورنیو چارو وزارت لیکلي چې حقاني د غور له خلکو سره د هغوی د ستونزو د حل او رهبرۍ ته د هغوی د پيغام رسولو ژمنه وکړه.

Views: 34

Exit mobile version