Pajhwok Afghan News

بغلان کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

پلخمري (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د بغلان امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تاله و برفک ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه لويه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه پولیسو په تاله و برفک ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال  د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړې ده.

برهاني  وايي، د نشه‌یي توکو د تولید له یادې کارخونې د شیشې په جوړولو کې کارېدونکي اته بېرله توکي، د هیروینو جوړولو کې کارېدونکي نهه بېرله توکي، د نشه‌يي توکو جوړولو لپاره کارېدونکي اته کارتنه تېزاب او ځیني نور هغه مواد چې په دې برخه کې کارېږي، ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د بغلان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالغيور خادم پژواک ته وويل چې دغه عمليات د تاله و برفک ولسوالۍ په دره اشرف کلي کې ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د اړوندې موضوع په تړاو درې کسان هم نيول شوي دي.

د يادونې ده، څو مياشتې مخکې د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې هم د نشه‌يي توکو د تولید يوه کارخونه له منځه وړل شوې وه.

Views: 94

Exit mobile version