Pajhwok Afghan News

ايران او پاکستان په يو مياشت کې ۳۴ زره افغان کډوال په زور له خپلو هېوادونو ایستلي

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۸ زره افغان کډوال راستانه شوي چې له دې ډلې ۳۴ زره په زور را ایستل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پژواک ته وویل، د روان لمریز کال د تېرې زمري میاشتې په لړ کې له ایران او پاکستانه په ټولیز ډول ۸۸ زره او ۱۴۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دی وایي، د یادو شمېرو له ډلې ۸۶ زره او ۸۷۴ کسان له ایران او ۱۲۷۲ نور له پاکستانه راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه، د یاد افغان کډوالو له ډلې ۳۴ زره کسان له دواړو هېوادونو په جبري ډول را ایستل شوي او پاتې ۵۴ زره او ۱۴۶ کسان په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه زیاتوي، یاد افغان کډوال د هرات د اسلام کلا، د کندهار سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ۷ تر ۸ میلیونه افغانان د کډوالۍ ژوند کوي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، له دې ډلې شاوخوا درې میلیونه په ایران، شاوخوا درې میلیونه په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي؛ له دغو کډوالو ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني سندونه لري او ځیني یې نه لري.

دغه راز د نړۍوالو اړیکو کارپوه زاهد امرخېل پژواک ته وویل چې د افغانانو د کډوالۍ لاملونه اقتصادي ستونزې، وزګارتیا او د هوسا ژوند لپاره هڅې دي او د همدې لپاره د کډوالۍ سختۍ ګالي.

د هغه په وینا، د حکومتونو مسوولیت دی چې د خلکو لپاره کار پیدا کړي او د خپل رعیت ستونزې ورحل کړي، کار د کار اهل ته وسپاري او ټولو قومونو ته په حکومت کې ونډه ورکړي څو د کډوالۍ ستونزې حل شي.

امرخېل وایي، د کډوالۍ نړۍوالو قوانینو له مخې، هر څوک حق لري چې یوه بل هېواد ته کډوال شي او ایران یا بل کوم هېواد د همدغو قوانینو له مخې حق نه لري چې له کډوالو سره غیرانساني چلند وکړي.

هغه وایي، کله چې یو څوک بل هېواد ته د کډوالۍ حق لري، بیا د دې حق هم لري چې په هغه هېواد کې یې ټولو بشري حقونو ته درناوی وشي.

دی وایي، ایران دې هم دغو حقونو ته ژمن پاتې شي، له افغان کډوالو سره دې بد چلند نه کوي او له خپل هېواده یې دې بېرته نه وباسي.

دی وایي، اسلامي امارت هم باید د ایران له حکومت سره په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي او هلته افغانانو ته د ژوند اسانتیاوې رامنځته کړي.

د يادونې ده، له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ګڼ شمېر افغانان نورو هېوادونو، په تېره ایران او پاکستان ته د کار لپاره ځي، کله ناکله په دغو هېوادونو کې له ناسم چلند سره مخ کېږي او ډېر هغه یې چې هلته د اوسېدو قانوني سندونه نه لري، له بهرنیو هېوادونو، په تېره له ایرانه په زور را ایستل کېږي.

Views: 129

Exit mobile version