مزارشریف (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): بلخ کې حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د بلخ ولایت مقام ویاند عطاءالله حاجي زید پژواک ته وويل، تېره ورځ یوه بجه د بلخ مرکز مزارشریف ښار دویمې حوزې په مربوطاتو کې د عدنان په نوم يو ماشوم د انسانتښوونکو له لوري تښتول شوى و.
زید زیاتوي، چې د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست ځواکونو تېره شپه یاد ماشوم د یو لړ مهمو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ شېراباد سیمه کې ژغورلى او خپلې کورنۍ ته يې سپارلى دى.
هغه وايي چې د يادې پېښې په تړاو څلور کسان نيول شوي دي.
Views: 280