پلعلم (پژواک، ۶ زمرى ۱۴۰۲): د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د کرومایټ ډبرو یوه ستر کان کیندلو چارې پيل شوې.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ريیس نقیباحمد فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کان نږدې یو کیلومتر مربع مساحت لري او د پنځو کلونو لپاره د «سور غر زابل» کانکيندنې شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دى.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د یاد کان استخراج پر مهال د هر ټن کرومایټ ډبرو په بدل کې به دولت ته ۱۱ زره او ۳۵۰ افغانۍ ورکوي.
فرقاني زیاته کړه، د دغه کان له استخراج سره به سلګونو کسانو ته هم د پنځو کلونو لپاره د کار زمینه برابره شي.
بلخوا د لوګر ولایت اوسېدونکي هم د دغه کان استخراج ته خوښ دي.
د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شاهمحمود پژواک ته وویل، د کانونو او پټرولیم وزارت ته په کار ده چې د دغه ولایت پاتې کانونه هم د رڼې داوطلبۍ له مخې په قرارداد ورکړي څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
هغه د ياد کان د کار پر پيل خوښي وښوده، ويې ويل چې په دغه کان کې به ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
لوګر کې داسې مهال د کرومایټ ډبرو یوه کان د استخراج چارې پیل شوې چې تېره میاشت د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر لوګر ته د سفر په ترڅ کې له کانونو د څارنې لپاره یوه ۱۰ کسیزه کمېټه جوړه کړه.
Views: 756